(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په لوګر کې یوه څلور لارې تر رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، وږي ١٢مه، باختر

د لوګر د پل علم ښار اړوند د اوبو فوارې (ښاروالۍ) څلور لارې د یو میلیون افغانیو په لګښت تر رغولو وروسته نن ماښام د ولایتي ادارې د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، مشرانو، ځوانانو او د لوګر اوسېدونکو لخوا د پټۍ په پرې کولو پرانیستل شوه.

پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید باختر آژانس ته وویل، چې پل علم ښار اړوند د اوبو فوارې (شاروالۍ) څلور لارې د ښاروالۍ په هڅو او د دې ولایت د دو تنو سیمه ییز اوسېدونکو ( حاجي زړګي او حاجي دور محمد) لخوا د یو میلیون افغانیو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ورته مهال لوګر والي مولوي عبدالعلي قدرت الله د یاد څلور لارې د جوړېدو مبارکي ټولو ولسونو ته وړاندې کړه او له نورو شتمنو هېواد والو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد د آبادۍ برخه کې لاس پکار شي.

دغه راز د لوګر امنیه قومندان مولوي محمد الدین شاه محبت او د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله وویل؛ د ښارونو جوړولو او رغولو زموږ مسؤلیت دی، خو د ساتلو په برخه کې یې هر ښاري او د ښار اوسېدونکي پوره دنده او مسؤلیت لري، چې د ښاري فرهنګ په پلي کولو کې له ښاروالۍ سره د همکاري لاسونه ورکړي.

ورته مهال د لوګر اوسېدونکي کلیم الله ستانکزي او فیض محمد د پل علم ښاروالۍ او یاد احساس لرونکو سوداګرو څخه د مننې ترڅنګ د ښار په ښکلا کې د ورته پروژو پلي کول مهم وبلل او پر نورو شتمنو یې غږ وکړ، چې په دا ډول نیکو کارونو کې دې خپله ونډه واخلي.

باید وویل شي، چې اوسمهال د پل علم ښاروالۍ لخوا د پل علم ښار د ښکلا او تزئین کولو او زرغونولو په موخه د یو شمېر  رغنیزو پروګرامونو ترڅنګ د یو بل څلور لاری جوړول هم جریان لري.

 دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پل علم ښاروالۍ په هلو ځلو او د لوګر یو تن سیمه ایز سوداګر په مالي لګښت د ترافیکو څلور لارې هم له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا