خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په لوګر کې ۲۰ دیني مدرسو او ښوونځیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د حضرت عمر فاروق (رض) خیریه بنسټ په مالي لګښت د ۲۰ دیني مدرسو او ښوونځيو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل عزیز د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې کیندل شوې څاه ګانې له ۳۰ تر ۶۰ مترو پورې ژوروالی لري، چې یو شمېر یې لاسي بمبې او ځینې نور د لمریزې برېښنا په وسایلو سمبالې شوې ‌دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې کار سره د ۲۰ دیني مدرسو او ښوونځیو ۳۰۰ ښوونکو او تر ۱۰۰۰ زياتو زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست د یونیسف په مالي لګښت په ۱۰ ښوونځیو کې د اوبو څاه ګانو د کیندلو، د لمریزې برېښنا د سېستم فعالولو او هم د تشنابونو د جوړولو سروې پیل کړې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا