امنیت

دتروريستي بريدونو دوه تنه سازمان ورکوونکي په لوګر کې ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دوه تنه چې ويل کيږي  دلوګر ولايت په ځينوسيمو کې  دتروريستي پيښو دسازمان ورکولو مسووليت يې درلود دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ونيول شول .
محمد يوسف اوحسن ګل پرون ناوخته کله يې چې غوښتل ديولړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو سره په لوګر کې دجمهوري رياست  دانتخاباتو ددويمې دورې بهير ګډوډ  کړي ونيول شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ مرستيال دباختر اژانس خبريال ته وويل نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي چې په پاکستان کې دځينو کړيو له خوا په افغانستان کې دانتخاباتو دبهير ګډوډولو ته ګومارل شوي  و .
  له دغو  کسانو څخه څو درندې او سپکې وسلې ، ماينونه او څه دپاسه شل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته