
– کابل، غوایي ۲۴مه، باختر
د لوګر د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د آزرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې ۵ تنه د لرګیو د قاچاق او ځنګلونو د پرې کولو په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد الله انس د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د آزرې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ منسوبینو د دغه ولسوالۍ اړوند د سپین جومات او پنځه کس سیمو کې د ونو او ځنګلونو د پرې کولو او لرګیو د قاچاق په تور نیولي دي.
انس زیاته کړه، چې له یادو کسانو سره یو ځای درې برقي ارې هم د امنیتي منسوبینو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د ونو پرې کولو او د لرګیو د قاچاق په تور نیول شوي وو.
لمر