
کابل، د زمري ۲۳مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۶۶ نويو کلیوالي دیني مدرسو د پرانیستلو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ۶۶ کلیوالي مدرسې د یاد ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز د پوهنې وزارت لخوا د اسلامي زده کړو معینیت په چوکاټ کې منظورې شوي، چې په کې ۵ زره ۸۳۳ هلکانو او ۱۵۴۳ نجونو ته په خپلو کلیو او بانډو کې د دیني زده کړو زمینه برابره شوې ده.
عرب زیاته کړه، چې د یادو دیني مدرسو لپاره په ورته وخت کې ۱۴۷ نارینه او ۲۰ ښځینه ښوونکي هم مقرر شوي دي.