کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٥ :
په فراه ولايت کې شپږ سوو تنو ته د کار زمينه برابره شوه چې په هغو کې
درې سوه تنه يې ميرمنې دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : د فراه دوالي وياند محمد ناصر مهر وايي ؛ دغه پروګرام به د جمهور رئيس له لارښوونې سره سم په لسو ولايتونو کې تطبيق شي.
ده دخپلو خبرو په دوام وويل ؛ ددغه پروګرام په تطبيقولو سره به لسو زرو تنو ته دکار زمينه برابره شي .
د ده د څرګندونوله مخې : دغه پروګرام به د يو اس اى اى دي له خوا تمويل او د يو ان د دفتر او د فراه د ښاروالۍ ترڅارنې لاندې د لسو انکشافي شوراګانو له خوا تطبيق شي .
مهر ټينګار وکړ په دې پروګرام کې به په فراه کې شپږو سوو تنو ته دکار زمينه برابره شي چې په سلو کې پنځوس يې ميرمنې دي.
دمهري دڅرګندونوله مخې د پاک او شين ښارپه نامه په بيلابيلو پروګرامونو کې به يوسلو څلويښت تنه فني کارګران او څلور سوه تنه غيرفني کارګران فعاليت وکړي.
ده وويل ؛ دغه پروګرام دوه کاله دوام مومي چې هر کارګر ته په ورځ کې پنځه امريکايي ډالرو معاش ورکول کيږي .
دغه راز په دغه پروګرام کې به لس شوراګانې جوړې شي چې د هرې شورا لپاره اوويا زره ډالره په پام کې نيول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل