نړۍ

په پاکستان کې د يوه موټر څوارلس تنه مسافرين ژوندي وسوځيدل

اسلام آباد ډي ډان  باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې په يوه ترافيکي پيښه کې نن د ماشومانو په ګډون څوارلس تنه ژوندي وسوځيدل .
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د مسافرينو د سپرلۍ يو موټر له يوه ټيلري موټرسره ټکر وکړ او اور پکې ولګيد.
د اور وژنې موظفينو اور مړ کړ، خو په دې پيښه کې د موټر سپرلۍ وسوځيدې چې پنځه تنه يې ځاى پرځاى ووژلې شوې او نهو تنو نورو يې په روغتون کې سا ورکړه.
په دې پيښه کې د دوو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي چې دهغوى روغتيايي حالت هم خراب دى.
د لومړنيو رپوټونوله مخې، په موټرکې د ګازو د ډبې شتون د دغې پيښې سبب شوى دى 
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته