کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
دملي اردو درې تنه عسکر پرون دغزني ولايت په مربوطاتوکې د ښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر ويندوى باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو درې تنه عسکر دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول او دغه راز دملي اردو يو بل عسکر د سرپل ولايت په مربوطاتوکې په ورته پيښه کې شهيد شوى دى او دملي اردو دوه تنه نور عسکر دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وظيفوي فعاليتونو د ترسره کولو په بهيرکې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ