امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان د غزني په ګيلان کې ووژل شول.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه  په غزني ولايت کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيز فعاليت په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
پنځه   تنه طالبان  چې  دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په  زياتره
نا امنيو کې رول درلود  دامنيتي ځواکونو په ګډ فعاليت  کې ووژل شول .
په دغه فعاليت کې درې تنه نور طالبان ټپيان   شوي او يوه اندازه سپک او  درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته