سیاست

د اجرایيه ریاست لومړى مرستیال: د ملي وحدت حکومت د افغان ولس دغوښتنوعملي کولوته ژمن دى

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ١٤مه:
د ميدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو جهادي قوماندانانواو د خلکو استاز د یوې غونډې په ترڅ کې د ملي وحدت له حکومت څخه خپل بشپړملاتړ اعلام کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پيل کې د جغتو ولسوالۍ یو تن مخور جهادي قوماندان عبدالقادر طارق وویل چې په پوره توان او طاقت سره به د ملي وحدت له حکومت سره اوږه په اوږه دریږي او کلکه همکاري به کوي .
طارق زياته کړه: د سره پوځ پر وړاندې د افغانانو مقدس جهاد د دې لپاره و چې په افغانستان کې اسلامي او پر خپلو پښو ولاړ آزاد افغانستان رامنځ ته شي.
ده زیاته کړه چې که څه هم په پوره توګه د افغانستان مجاهدین ونه توانیدل د مجاهدینو څخه جوړ یو اسلامي حکومت رامنځ ته کړي، خو د ملي وحدت په حکومت کې د تاسو په شان د مجاهدینو په لیدو مو هماغه آرمان سترګو ته دریږي او تاسو د مجاهدینو د یو خادم په صفت پیژنو او پوره ملاتړي دې یو .
طارق وويل: د ملي وحدت حکومت ته په کار دى چې ټول هغه مجاهدین چې د کار وړتیا لري؛ باید په مناسبو ځایونوکې په د ندو وګمارل شي او باید ټول له تبعیض پرته په نظام کې شریک شي .
د جغتو ولسوالۍ یوتن بل قومي مشر ډاکټر ضیا الدین کمال وویل چې په تیر دریو لسزیو کې چې دافغانستان مسلمان اومجاهد ملت کومې قربانۍ ورکړې؛ هغه يې په افغانستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کیدو په خاطر ورکړې دي.
ده د اجرایيه ریاست لومړي مرستیال ته په خطاب کې وویل: تاسو د مجاهدینو په استازیتوب  په دې نظام کې ښه توان او طاقت لرئ. د مجاهدینو قربانۍ او د افغانانو هجرتونه باید هیر نه کړل شي او دوی باید په حکومت کې پوره برخه ولري .
ده د ملي وحدت له حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو ټوله پاملرنه د افغانستان د سولې د ټينګښت اود داسې باور د فضا د رامنځته کولو لپاره وشي چې نور په افغانستان کې دا د پردیو د ګټو جګړه بنده شي .
حاجی کامل مسعود د اجرایيه ریاست له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې باید د یوشمېر ټلویزیونونو د هغو برنامو په  اړه نوى نظر وکړي چې یوشمېر تصویري رسنۍ دا پردي او بربنډ فلمونه خپروي .
ده وویل چې په تیرو ۱۳ کلونو کې چې کومه نا امنۍ د ميدان وردګو ولایت ته راغلې؛ د تاریخ په اوږدوکې نه ده لیدل شوې او د اجرایيه ریاست له لومړي مرستیال څخه يې جدي غوښتنه وکړه چې روان حالت ته دې د پای ټکی کيږدي.
د اجرایيه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمد خان د خلکو له ملاتړڅخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د ملي و حدت حکومت د افغان ولس د روا غوښتنو پلي کولو ته ژمن دی .
ده زیاته کړه چې ستاسو غوښتنې د ملي وحدمت له حکومت څخه ستاسو پوره همکارۍ او ملاتړ ته ضرورت لري. که چیرې ستاسو پوره ملاتړ او حمایت وي؛ نو ټولې چارې به د اسلامي شریعت او په هیواد کې  له نافذو قوانینو سره په مطابقت کې ترسره کیږي .
ده وویل چې  د ملي وحدت د حکومت لومړیتوبونه په هیواد کې د سولې ټینګښت او د روان حالت پای ته رسول دي .
انجنيرمحمدخان خلکوته ډاډ ورکړ چې ټولو ستونزوته به د حل مناسبې لارې چارې ولټولې شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته