
کابل، د وري ۲۳مه، باختر
په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د روان ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۱۴۰۲ هـ ش کال د حج فریضې په ادا کولو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو او هغوی ته د اړینو خدماتو وړاندې کولو په موخه د هستوګنځي او په لومړي ځل د تغذیې (خوړو ) تړونونه ترسره شول.
د افغان حاجيانو هستوګنځايونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست د لارښوونو او سپارښتنو سره سم د نبوي حرم په مرکزي ساحه کې ونیول شول، چې په ټولو عصري اسانتیاوو سمبال دي او سږ کال به د حج په موسم کې د پخوانیو کلونو پر خلاف افغان حاجیان نبوي حرم ته څېرمه په جوړو شويو عمارو کې اوسېږي.
همدارنګه سږ کال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت او ابتکار په لومړي ځل په مدینه منوره کې هم د افغان حاجیانو لپاره د اعاشې تړون ترسره شو.
د یاد تړون له مخې به افغان حاجيانو ته په ډېر کم لګښت ۳ وخته خواړه په خپلو ځایونو کې رسېږي او د پخوا په څېر به لرې سیمو ته په ډوډۍ پسې د تګ له کبله د دوی وخت نه ضایع کېږي.
یاد تړونونه له کابل څخه د اړوندو ارګانونو د ګډ لېږل شوي پلاوي په هلو ځلو د سیمې او د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله په کم قیمت ترسره شوي دي.
دغه تړونونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس او د لېږل شوي پلاوي د مشر مولوي عبدالولي حقاني او د (موسم المدینة للنزل السیاحیة) مؤسسې د مشر، محمد قصلي علي الشهري او د (صفوة الوسام لخدمات الإعاشة) شركت د رئیس محمد فرحان قریشي ترمنځ په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د بعثې په دفتر کې لاسلیک شول.
د یادولو وړ ده چې په مکه مکرمه کې هم د افغان حاجيانو لپاره د هستوګنځي، اعاشې او ترانسپورټ قراردادونه وروستۍ مرحلې ته نږدې شوي او په نږدې ورځو کې به د هېوادوالو له منافعو او مصالحو سره سم له ورستي کېدو سره لاسلیک شي.
افغانمل