کابل/ باختر/ د وږي١٥مه
د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي له څو ساتونکو سره يې نن له غرمې مخکې په دغه ولايت کې ووژل شو.
د ٢١٧ پامير قول اردو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال هادي جمال باختر آژانس ته وويل: د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي قاري فصيح الدين له څو ساتونکو سره يې ددغه ولايت د وردوج ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي بريد کې ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې مخکې هم د بغلان لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي له ٤٥ وسله والو طالبانو سره په دغه ولايت کې وژل شوى و.
پاى ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ