ټولنه

په غور کې يوه ديني مدرسه ګټې اخستنې ته وسپارله شوه .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
دديني زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو دغور ولايت دځوانانو  دتګ دمخنيوي په مقصد  دفيروز کوه  ښار داوسيدونکو  په مرسته  يوه ديني مدرسه  جوړه او نن ګټې اخستنې ته وسپارله شوه .
  ددغې  مدرسې يو مسوول  مولوي اسد الله وايي په دغه ولايت کې دديني مدرسو دکمښت له امله  دغور زياتره ځوانان  دديني زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته  ځي چې دديني موضوعګانو دزده کړې  پرځاى له هېواد څخه بهريې ماغزه مينځل کيږي  او دبنسټپالو  ډلو په لومه کې لويږي .
  دغه ديني عالم زياته کړه دغه مدرسه دڅلور جريبه ځمکې په ساحه کې او دخلکو  په مرسته پد يونيم مليون افغانيو په لګښت په  فيروزکوه په ښار کې  جوړه شوې ده او اوس شل تنه زده کوونکي لري او په راتلونکي  کې به يې شمير زيات شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته