امنیت

په مرکزي بغلان کې د وسله والو طالبانو په بريد کې پوځيانو ته د سر دروند زيان

دپلخمري ښارباختردوږي دمياشتې ١٨نيټه : د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په پراخ بريد کې پنځلسو تنو پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يوشمېرنوریې ټپيان شول . وسله والو طالبانو له دوو ورځو را په دې خوا د مرکزي بغلان په امنيتي پوستو خپل بريدونه پيل کړي دي . د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دې وروستيو بريدونوکې ۱۵ تنه پوځيان شهيدان او يو شمېرنور یې ټپيان شوي دي. ده وويل: وسله والو طالبانو د خپلو دوو ورځو بريدونو په بهيرکې اته امنيتي پوستې په مرکزي بغلان کې ونيولې او جنګي وسايل يې له ځانه سره يوړول. د بغلان د ولايتي شورا دغه غړى وايي: په دې جګړه کې وسله والوطالبانوهم د سر دروند زيان اوښتی، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم. په داسې حال کې چې د بغلان ولايت امنيتي مقامات پوځيانو ته د سر د رسيدلي زيان په باب څه نه وايي، خو زياتوي چې د کومکي ځواکونو په رسيدو سره وسله والو طالبانو وتښتيدل. دغه راز د مرکزي بغلان اوسيدونکي د خپلو د سيمو د نا امنيو په اړه له دولت څخه غوښتنه کوي ترڅو په دغو سيموکې پراخ عمليات ترسره کړي او دوى د وسله والو طالبانو له شر څخه وژغوري. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته