سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر د ليندي څلورمه
د وزيرانوشورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست  دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د وزيرانوشورا په برياليتوب سره دمشورتي لويې جرګې جوړيدل د روان کال دلړم دمياشتې په ديرشمه نيټه پيل او د ليندي دمياشتې په  دريمه نيټه پاى ته ورسيدل؛ د يوې سترې تاريخي پيښې په توګه چې دټولنې له بېلابېلو قشرونو څخه پکې غړيتوب درلود او دافغانستان داسلامي جمهوريت او د امريکا له متحده ايالاتو ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکاريو قرارداد يې په پنځوسو کاري کميټوکې تحليل او وڅيړه اوپه هيوادکې دسولې او ثبات دتامينولو او داقتصادي حالت دښه والي په اړوند يې  لازمې سلامشورې وړاندې کړې، دهيواد ټول مسلمان ملت ته  مبارکي وويله او ددغې ملي جرګې له کارکوونکو په تيره بيا دمشورتي لويې جرګې د جوړولو له کميسيون، د هغه له دارالانشا، د چارو د ادارېاو دوزيرانو شورا د دارالانشا له لوى رياست، دملي امنيت له لوى رياست، دملي دفاع، کورنيو چارو، ماليې، عامې روغتيا، دښځو دچارو، اطلاعاتو اوفرهنګ، بهرنيو چارو، پوهنې، مخابراتو، لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، فوايدعامې، کانونواوپطروليم ، دښار جوړولو دچارو،  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ، دترانسپورت او هوايي چلند،  شهيدانو، معلولينو، کار او تولينزو چارو او د سوداګرۍ او صنايعو له وزارتونو، د ملي امنيت له شورا، په پارلماني چاروکې  د دولت له وزارت، دجمهوري رياست دمحافظت له رياست، دجګپوړو دولتي چارواکو دمحافظت له رياست ،  د١١١ فرقې له بي کنډک ، دکابل ولايت  له امنيه قوماندانۍ، دکابل پولي تخنيک له پوهنتون، کابل ښاروالۍ، دافغانستان  دملي راډيو ټلويزيون د رياست، مطبوعاتو او رسنيو، دجمهوري رياست د ارګ د تشريفاتو د رياست،  د سيمه ئيزو  ارګانونو له خپلواکې ادارې،  دکابل له بريښنا رياست، دملکي خدمتونو له انستيتوت،  مدني ټولنې او د افغانستان دښځو له شبکې څخه چې د امنيتي تدبيرونو په نيولو سره يې دمشورتي لويې جرګې په جوړولوکې همکارۍ کړې ده او په کاري، اداري ، تخنيکي او عملياتي  برخوکې يې لازمې اسانتياوې  برابرې کړې دي؛  مننه او قدردانۍ وکړه .
د وزيرانو شورا دمشورتي لويې جرګې له پريکړه ليک او د مشورتي لويې جرګې  په پاى ته رسيدونکې غونډه کې د افغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس  د وينا له محتوا سره خپل ملاتړ څرګندکړ اودافغانستان داسلامي جمهوريت او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ  دامنيتي او دفاعي همکاريو د قرارداد لاسليک يې دامريکا دمتحده ايالاتو دځواکونو له خوا دافغانانو دکورونو دلټولو په بندولواو دسولې په تامينولو پورې مشروط وباله .
  وروسته د وزيرانو شورا د جاپان په ګډون د نړۍ د پنځو سترو هيوادونو د خبرو د نتيجو دپرمختګ چې د ايران داسلامي جمهوريت له لوري سره د اټومي انرژۍ او د يورانيمو دبډاى کولو په اړوند موافقې ته رسيدلي دي،  هرکلى وکړ.
  له اجندا سره سم، د هيواد په دننه کې د (ټي آى آر)  د نړيوال سازمان د ترانسپورتي وسايطو لپاره دتګ راتګ د جوازليک چاپول او ويشل دکورنيو چارو او د ترانسپورت  او هوايي چلند  د وزيرانو له خوا  غونډې ته طرحه شول.
د وزيرانو شورا دماليې، کورنيو چارو، ترانسپورت او هوايي چلند او د سوداګرۍ او صنايعو  وزارتونه موظف کړل چې د دغې طرحې تطبيقي اړخونه يوځل بيا وڅيړي او موافقه شوې طرحه دې د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته  وړاندې کړي.
وروسته د غضنفر ګروپ د شرکت دنفتي توکو د تصفيې په باب د موظف هيئت  د اجرااتو لنډ معلومات او رپوټونه دجمهوري رياست د دويم مرستيال له خوا غونډې ته وړاندې شول .
ورپسې داقتصاد وزارت معين دغضنفر ګروپ دتصفيې ددستګاه دڅيړنې په باب  غونډې ته معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس د ١٣٩٢ کال د وږي د مياشتې  د پنځمې نيټې  د ٣٤٩٨ ګڼه حکم له مخې دغضنفر ګروپ دنفتي اومو او نيمه اومو توکو زيرمې  دڅيړنې په خاطر مهر اولاک شوى دى  او د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  د ١٣٩٢ کال د وږي دمياشتې د پنځمي نيټې د ٣٤٩٦ ګڼه  حکم له مخې  د اړوندو ارګانونو په ګډون هيئت دنفتي توکو د واردولو اندازه، دتصفيې د دستګاه توليدي ظرفيت، دروغتيا دزيان رسوونکو عناصرو جلا کول چې دککړتيا سبب کيږي؛  دغه راز د اومو تيلو تصفيه چې له ترکوموشرايطو او ميکانيزم لاندې دمسلکي افرادو له خوا ترسره کيږي؛ وڅيړل شول چې دڅيړنې نتيجې له ټولو تصويري شواهدو سره دموظف هيئت په رپوټ کې ليکل شوې دي او دغه راز  دشرکت  د اومو او نيمه اومو موادو او توليدي محصولاتو نمونې اخيستل شوې دي او د تجزيې او تحليل په مقصد د جيو کيم د نړيوالې کمپنۍ او د نورو مراجعو لابراتوارونو ته سپارل شوې دي .
وروسته داټومي انرژى دکميسيون لوى رييس ددغې کمپنۍ دلابراتواري نتيجو په اړوند وويل چې د پريماګون د نيمه اومو توکو په څلورو نمونوکې چې په لابراتوار کې آزمايښت شوي دي؛ د سلفر کچه يې له  0.41څخه تر 0.47 پورې ده. په داسې حال چې دسلفرمجازه اندازه0.15  ده. دغه راز د پريماګون د نيمه اومو توکو په څلورو نمونوکې د سربو اندازه نه دې تثبيت شوې .
  د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته دجمهوري رياست دويم مرستيال  موظف کړ چې د موظف اداري، تخنيکي او مسلکي هيئت او دکنترول اوپلټنې په چاروکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دسلاکار په همکارۍ  دې د پچنو تيلو د اندازې د توريد، پريماګون، اومو توکو او نيمه اومو توکو لپاره  دګمرکي تعرفې دمشخص کوډ د ټاکنې په اړوندخپل مشخص پيشنهاد د يوې اوونۍ په دننه کې برابر او د وزيرانو شورا  راتلوونکي غونډې ته دې  وړاندې کړي  چې دغضنفر ګروپ د تيلو دتصفيې کمپنۍ  له دې زيات زيانمنه نه شي.
دغونډې دکار په دوام دکورنيو بې ځايه شويو کسانو د ملي پاليسۍ طرحه دمهاجرينو د راستنولو دچارو د وزير له خوا غونډې ته طرحه شوه او څرګنده شوه چې په دې پاليسۍ کې دکورنيو بې ځايه شويوکسانو هدف او تعريف، د ارګانونو رول او مسووليتونه، دغيرقانوني بې ځايه کولو دمخنيوي لپاره لازم فعاليتونه ، په بيړنۍ پړاوکې بې ځايه توب، ملاتړ او مرستې، د دايمي حل لارې چارې،  دمالي مدرک تامينول او څارنې او رپوټونه شامل دي.
د وزيرانوشورا د بې ځايه شويوکسانو دملي پاليسۍ طرحه  په اصولوکې تاييد کړه او د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت ،  د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا  د دارالانشا لوى رياست او نوراړونده وزارتونه او ادارې يې دهغې په تطبيق  موظفې کړې.
  دغونډې په پاى کې دعامې روغتيا وزيرې د هيواد په ختيځو ولايتونوکې د پوليو واکسين نه تطبيق غونډې ته طرحه کړ او ددغه کمپاين په تطبيق کې يې د اړوندو ارګانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
  د وزيرانو شورا دکورنيوچارو،حج او اوقافو، دښځو دچارواو داطلاعاتواوفرهنګ وزيران  موظف کړ چې د هيواد په ختيځو ولايتونوکې دپوليو کمپاين  په تطبيق کې هراړخيزه همکاري وکړي .
د وزيرانو شورا غونډه د افغانستان دخلکو د خير اوفلاح په خاطر د دعاييې په لوستلو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته