ټولنه

د برښنا رسونې په برخه کې د کورنیو او بهرنیو همکارانو ستاین غونډه او د پنځلسو پروژو د تړون لاسلیک.

کابل / دسلواغې دمياشتې ١٠ نيټه :                                                       
د افغانستان برښنا شرکت د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د برښنا رسونې په برخه کې د کورنیو او بهرنیو همکارانو ستاین غونډه ترسره او د پنځلسو پروژو تړون یې لاسلیک کړ.
دبرښنا رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ستاین غونډه کې د برښنا رسونې په برخه کې هغو کورنیو او بهرنیو همکارانو ته چې د انرژۍ په سکتور کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، د برښنا رسونې لویې پروژې یې تمویل کړي او د برښنا شرکت د بودجې په لګښت کې یې رول لوبولی ستاینه وشوه او په مډالونو او ستاینلیکونو ونازول شول.
همدارنګه په دې لویه غونډه کې د برښنا رسونې د خدمتونو د ګړندي کولو او د هېوادوالو د کورونو د روښانه کولو په موخه د ۱۵ پروژو تړونونه هم لاسلیک شول.
په دغو پروژو کې د ۱۲،۳ ملیونو امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت د دوه پروژو لکه (۱ او ۲) قست د پروژو (شبرغان- دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لیږدوونکي برښنا مزي، د شبرغان- اندخوی د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي، دوشي- بامیان د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي، بامیانو او دوشي کې د برښنا کوټونو د جوړولو او بامیانو له توزیعي شبکې) له تطبیق څخه څارنه او د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د ژوند چاپيریال او ټولنیزو اغیزو مشورتي خدمتونو تړونونه او د نږدې څلور سوه (۴۸۰) ملیونو افغانیو په ارزښت د ۱۳ نورو پروژو تړونونه چې په هغو کې د ننګرهار د حصار شاهي د ۴۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ د دستګاه د احاطي دیوال، د نورستان برښنا د اداري تعمیر جوړول، د بامیان برښنا د آمریت د اداري تعمیر جوړول، د میدان ښار برښنا آمریت د هنګر د ودانۍ او د احاطې د یوال جوړول، د کابل برښنا سروبي برښنا مدیریت ته د سوچبوردونو، کیبلونو، ترانسفارمرونو او نورو متفرقه تجهیزاتو (د لومړي لات د دریو برخو قرارداد) او ننګرهار، پروان او کندهار برښنا حوزو توربینونو ته د اړتیا وړ تیلو تهیه او تدارک شامل دي، چې د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب له لوري لاسلیک شول.
همدارنګه هرات کې د افغان – هند دوستي بند د ۵۵۰۰۰ لیتر ډیزل تیلو تدارک، په میربچه کوت ولسوالۍ کې ۱۵ ترانسفارمر سب ستیشنونو ته د ۷۷۵ فلزي پایو د تولید لپاره د ۷ قلمه خام موادو تدارک، کابل برښنا لپاره لومړی لات د قرارداد د پنځو لاتونو کې د ترانسفارمرونو، کانکریټي او فلزي پايې، وچ سوچونه، سوچبورد ونه، سیم او کیبلونه او متفرقه تجهیزات ( ترانسفارمرونه)، کابل برښنا لپاره څلورم لات د قرارداد پنځو لاتونو کې د ترانسفارمرونو، کانکریټي او فلزي پايې، وچ سوچونه، سوچبوردونه، سیم او کیبلونه او متفرقه تجهیزات ( سیم او کیبلونه)، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د خوشګبند سیمې لپاره د اړتیا وړ ۱۲ متره او ۹ متره پایو تدارک، د مرکز په شمول د افغانستان برښنا شرکت د پيریدونکو د خدمتونو په ټولو څانګو کې د امنیتي کامرو نصبول او د تره خیل حرارتي دستګاه لپاره د ۵۶۰۰۰۰۰ لیتر(L062) ډول ډیزل تیل په پورته دیارلس پروژو کې شامل دي چې تړونونه یې د افغانستان برښنا شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو
.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته