فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : اوس دافغانستان ځوانان دبل هر وخت په نسبت په بېلابېلو علمي برخو کې تجربه لري .

-کابل باختر د وري درې  ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات پرون دملګروملتو دسازمان دغړو هېوادونودځوانانو دټولنې د غونډې تر څنګ داذربايجان دسپورت او ځوانانو له وزير سره وکتل .
دباختر اژانس دخبرله مخې،  په دې کتنه کې دځوانانو دچارو معين دځوانانو دحالت په بېلابېلو  برخو کې دهغوى دپرمختګونو ، دځوانانو دستراتيژى او پاليسي  اودهېواد دځوانانو دظرفيت دودې او لوړولو په لاره کې دځوانانو دچارو دمعينيت  دپروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل.
ډاکتر سادات وويل چې اوس دبل هر وخت  په نسبت دافغانستان ځوانان په بېلابېلو  علمي برخو په تيره بيا دنوي تکنالوژى په باره کې بلدتيا او تجربه لري او کولاى شي  په بېلابېلو برخو کې په ښه توګه کاروکړي .
دغه راز دځوانانودچارو معين دافغانستان اوداذربايجان د ځوانانو ترمنځ دغونډو او دهغوى ترمنځ دعلمي او فرهنګي تجربو دتبادلې دزمينو په برابرويدو باندې ټينګار وکړ.
داذربايجان دسپورت او ځوانانو وزير ازاد رحيم اوف دافغانستان دځوانانو پرمختګونه وستايل اودعلمي اوفرهنګي تجربو دتبادلې په برخه کې يې ددواړو هېوادونو  د ځوانانو دغوڼډو دجوړيدو دزمينو دبرابرولو په لاره کې  دخپلو هڅو ډاډ ورکړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته