خبرونهاقتصاد

په مزار شریف کې د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اړوند د دشت شور سړک په ۱۳ کوڅه کې د مزارشریف ښاروالۍ لخوا د اوبو کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښار د انجنیرۍ برخې مسول انجنیر محمد هاشم هاشم وایي چې د اوبو دغه کانال ۵۷۵ متره اوږدوالی لري، چې په وینا یې د ۱ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د مزار ښاروالۍ لخوا جوړېږي.

نوموړی وایي چې د اوبو یاد کانال به په اساسي توګه جوړېږي، چې په دې سره به د ژمي په موسم کې د سیمې د خلکو بنسټیزې ستونزې حل شي.

په همدې حال کې د قراردادي شرکت مسول وایي چې دا کانال به د مزار ښاروالۍ انجنیرانو تر څار لاندې په معیاري ډول جوړوي.

دغه پروژه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو وختونو کې به د دغې سیمې اوسېدونکي د بارانونو د زیات ورښت پر مهال د اوبو کانال له نشتون څخه کړېدل.

فیصل، فغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا