امنیت

دملي امنيت ويندوى: لس تنه ډار اچوونکي دسولې دلارې په موسسې د بريد په اړوند نيول شوي او ١٩١٩ مرکز جوړشوى دى .

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
دملي امنيت دلوى رياست ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې ددويم پړاو انتخاباتو په تامينولو کې ددغې ادارې دمنسوبينو دتياري تر څنګ دلسو تنو ډار اچوونکو دنيولو او د ١٩١٩ مرکز دجوړولو خبر ورکړى دى.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دملي امنيت دلوى رياست ويندوى عبدالحسيب   صديقي دغه رازپه دې خبري غونډه کې وويل ،امنيتي ځواکونو دلومړي پړاو انتخاباتو له پاى ته رسيدو وروسته دګډ کميسيون په جوړولو سره چلنجونه ،  نيمګړتياوې او نواقص  څيړلي او لازم تدبيرونه يې نيولي دي .
ده وويل چې دکابل ښار په دريمه کارته کې دسولې دلارې په موسسې د ځانمرګي بريد عاملين يې هم نيولي دي .
دده دڅرګندونو له مخې، ددغه بريد دوه تنه سازمان ورکوونکي په جوزجان کې يو تن  يې له دوو تنو افرادو سره په تخار کې او يو تنکۍ ځانمرګي يرغلګر  چې پنځلس کلن و ددغې ادارې دمنسوبينو له خوا په پکتياکې نيول شوي دي.
صديقي  وويل چې دامنيتي تدبيرونو په لړکې دملي امنيت لوى رياست  ددغې  ادارې په يوه ودانۍ کې داطلاعاتو  ١٩١٩  مرکز جوړ کړى دى .
ددغه مرکز دجوړولو هدف داطلاعاتو ترلاسه کول او د ډار اچوونکو احتمالي ګواښونو ته دچټک ځواب ورکول دي او له هيوادوالو څخه يې وغوښتل چې له برابر شوي امکان څخه په استفادې سره دې ددښمن د احتمالي تحرکاتو په شنډولو کې له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي .
ده وويل: که چيرې ژورناليستان دانتخاباتو په ورځ له ستونزو سره مخامخ کيږي کولاي شي  له  ١٩١٩  مرکز سره اړيکې ونيسي او ستونزه دې له مسوولينو سره طرحه کړي.   صديقي زياته کړه چې دملي امنيت ځواکونه به دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو په ترسره کولو کې خپله بيطرفي وساتي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته