روغتیا

دناروغيو دمخنيوي په خاطر دې دروغتياساتنې مقررات رعايت شي .

کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دهوا په تودوخې سره دعامې روغتيا وزارت مقامات له خلکو څخه غواړي چې دموسمي ناروغيو دوقايع لپاره دې  دروغتياساتنې مقررات رعايت کړي.
داندراګاندي دماشوم دروغتيا دانستيتوت رييس ډاکتر نور الحق  يوسفزي  وايي، په دې وروستيو وختو کې چې هوا مخ په تودوخې  ده، دغه روغتون ته دتبې لرونکو ناروغيو دپيښو دمراجعينو شمير زيات شوى دى او آن په يوه چپرکت کې دوه درې ماشوم تر  علاج او درملنې لاندې  نيول کيږي .
ډاکتر يوسفزي  وويل چې په دې روغتون کې دناروغانو لپاره کافي درمل شته او ښه امکانات لري خو دماشومانو له ميندو او پلرونو څخه يې وغوښتل چې ددوى ماشومان کله چې په عادي  ناروغيو  اخته کيږي هغوى کلينيکونو ته وليږدوي چې زموږ ډاکترانو ته ښه فرصت مساعد شي چې دخطرناکو ناروغيو درملنه وکړي .
دعامې روغتيا  وزارت معينې ډاکترې  ناجيې طارق  له کورنيو  څخه وغوښتل چې دهوا په تودوخې سره دې روغتيايي  مقررات په جدي توګه رعايت کړي .
دې چې  په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې، څرګنده کړه چې  دهوا تودوخه او دچاپيريال ککړتيا دموسمي مکروبونواو ناروغيو   دخپريدو سبب  کيږي او ماشومان او بوډاګان  زيات په دغو ناروغيو اخته کيږي .
ډاکترې ناجيې طارق له کورنيو څخه وغوښتل چې دروغتيا ساتنې دمقرراتو په رعايتولو کې محتاط واوسي او ددې تر څنګ  چې په خپلو کورونوکې دروغتياساتنې مقررات رعايت کړي  په کوڅو او خپلو کورونو ته څيرمه دکثافاتو  له اچولو  څخه ډډه  وکړي او هغه  په هغو ځايونوکې وغورځوي چې دښاروالۍ  له خوا ټاکل شوي دي .
  دعامې روغتيا  وزارت معينې  په داسې حال کې چې له ټولو هيوادوالو څخه غواړي  چې دهوا دتودوخې  په شرايطو کې خپلې روغتيا ته زيات متوجه واوسي چې په موسي  ناروغيو  اخته نه شي ډاډ ورکړ چې دعامې روغتيا وزارت په روغتونونو په تيره بيا دماشومانو او دانتاني  په روغتونونوکې ټول  طبي او درملني امکانات برابر کړي دي.
ډاکترې ناجيې طارق زياته کړه چې دغه وزارت په وروستيو کلونو کې  تل دروغتيايي  پيغامونو په خپرولو سره  خلکو ته دروغتيا ساتنې دمهمو مقرراتو درعايتولو لارښوونه کړې ده .
په همدې حال کې دانتاني  روغتون رييس ډاکتر عبدالرحمن اکبري  وايي چې دهوا په تودوخې  سره په ورځ کې دنس ناستې  په سختو  ناروغيو اخته  له ديرشو څخه تر پنځه  ديرشو تنو پورې ناروغان په دغه  روغتون کې بستريږي .
ده وويل : په وروستيو  ورځو کې  دانتاني  روغتون ته د تبې لرونکو  ناروغانو مراجعه زياته شوې ده او دوى په دغه روغتون کې دعلاج او درملنې  ښه امکانات  په واک کې لري .
ډاکتر اکبري وويل چې دتيرو کلونو په پرتله په نس ناستې  احته دتبې   لرونکو ناروغانو مراجعه کمه شوې  ده او علت يې دروغتيا ساتنې  دمقرراتو په رعايتولو کې  دخلکو دپوهې دکچې  لوړول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته