ټولنه

په کابل کې مظاهرې

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٢ مه :
له امنيتي ځواکونو سره په ملاتړ او د تروريستي پيښو د غندلو په باب نن د کابل ښار په څو سيموکې مظاهرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
سراى شمالي ته څېرمه ساحې او د خيرخانې مېنې لومړۍ برخه او د زنبق څلور لارې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ډير خونړى تروريستي بريد پکې وشو، د خلکو د شتون ډګر دى.
په زنبق څلورلارې کې يو شمېر مظاهره کوونکو هلې ځلې وکړې چې ځان د جمهوري رياست د ارګ نږدې ساحو ته ورسوي، خو د امنيتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.
په سراى شمالي کې هم د هوايي ډزو غږونه اوريدل شوي دي او امنيتي ځواکونو د مظاهرو د برخه والو د خورولو لپاره په هوايي ډزو لاس پورې کړ.
تر اوسه پورې د کومې مشخصې پيښې خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته