کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون شپږ تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دقيصار ولسوال محمد ضمير باختر آژانس ته وويل :
د دغې ولسوالۍ د دوآبي په سيمه کې په يوې پوستې د وسله والو طالبانو د بريد له امله شپږ تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ