سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ژمی تېر شو او مخ توري سکرو ته پاتې شوه؛ د مسکو د برید جزیات معلوم شول

کابل، د وري ۱۲ مه، باختر
تبصره
مسکو کې تر مرګوني ترهګریز برید وروسته د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د افغانستان دښمنانو او ځینو بې تدبیره پخوانیو چارواکو له فکر کولو پرته خپلې ناکامې سیاسي خولې خلاصې کړې او هڅه یې پیل کړه، چې په دغه برید کې افغانستان پړ راولي او له دې سره د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
دوی دا هڅه هم وکړه، چې د دوحې تړون په پلي کې کابل پاتې راولي او وښيي، چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد کارول کېږي.
د افغانستان کورني او بهرني دښمن له دې لارې غوښتل، اوبه خړې او کبان ونیسي او دلته د خپلو ګتو د خوندیتوب لپاره یوه بله جګړه پیل کړي.
روسیه یو پیاوړی نظام لري، لکه د افغانستان اسلامي امارت او ځینو نورو هېوادونو په څېر پیاوړي استخبارات لري، نو فکر کوم روسیه هرچاته اړتیا نه لري، چې معلومات ترې واخلي.
د روسيې پولیسو په لومړیو وختونو کې معلومه کړه، چې د پېښې عاملین د تاجکستان وه او له افغانستان او یا بل کوم هېواد سره تړاو نه درلود.
اوس به د افغانستان دښمنانو ته معلومه شوې وي، چې تبصرې او د پېښې اړوند تحلیلونه یې غلط وه.
دوی په دغه ډول هېواد ضد کړنو سره غواړي خپله اصلي څېره هغو خلکو ته وښيي، چې دوی پرې کلونه کلونه واکمن وو او حقونه یې ورته تر پښو لاندې کول.
دا ډول څرکندونې د افغانستان او افغانانو په ګټه تمامېږي او خلکو ته ښکاري، چې څوک د دې وطن اتل او څوک د زهرو بوتل دی، چې له امله یې افغانان تباه کېدل.
افغانانو ته په کار ده، چې نور هېڅکله د دغه ډول رهبرانو تر شاه ونه درېږي او اجازه ورنکړي، چې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې استفاده کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته