امنیت

دپکتيا ولايت لپاره دطالبانو د نومول شوى والى په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابلباختردسرط ان٢٥
دپکتيا ولايت لپاره دطالبانو دډلې له خوا نومول شوى والي له يوولسو تنو نورو طالبانو سره تيره شپه په پکتيا ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو دبريدونو له ا مله ووژل شو .
دغه هوايي عمليات دپکتيا ولايت  د زرملې ولسوالۍ دسها کو په سيمه کې ترسره شول او په وژل شويو کسانو کې دطالبانو دډلې يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل: دناټو د هوايي ځواکونو بريد هغه وخت ترسره شو چې دطالبانو دډلې نومول شوى والي همت له څوتنوافرادوسره يې په يو کرولا موټر کې سپور و اوڅو تنو نوروموټرسايکل سپرو طالبانو هم دده موټر بدرګه کا وه .
داورياخيل دڅرګندونو له مخې، دغه هوايي بريد ډير دقيق ترسره شو او ملکي وګړو ته زيان نه دى او ښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته