امنیت

څلورويشت وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /دکب ٢٦ / باختر
څلورويشت وسله وال طالبان په هلمند کې په نويوجګړوکې ووژل شول او ٨ نور يرغلګر ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانوتېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د سنګين ، نهر سراج اود نادعلي په ولسواليو کې هغه وخت له ځمکې اوهوا څخه بريدونه وشول چې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل ته چمتوکېدل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردود دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړوکې ٢٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونود هلمند له ګڼ مېشتولارو څخه د٢٠ ماينونوپه کشفولوسره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته