کابل باختر دوږي دولسمه :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې د هالند د شاهي هېواد له نوي سفير ګوفري وان ليوون سره دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته د هالند د نوي سفير د راتګ له امله ښه راغلاست ووايه او ده ته په نوي ماموريت کې د برياليتوب د هيلې په ترڅ کې په تېره يوه نيمه لسيزه کې له افغانستان سره د هالند د ارزښتناکو همکاريو له امله قدرداني وکړه .
دغه راز د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په باب د بروکسل کنفرانس لپاره د حکومت د تياري په باب خبرې وکړې .
وروسته دهالند سفير په افغانستان کې دپرمختګونو او دملي وحدت دحکومت د وروستيو برياليتوبونو له امله خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو ساحوکې يې له افغانستان سره د همکاريو د دوام لپاره ددغه هېواد د ژمنې ډاډ ورکړ .
0 1 دقیقه لوستل