امنیت

په غزني کې ۹ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
نهه تنه وسله وال طالبان  تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغزني د والي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دغزني ښار په توحيد آباد ساحه کې له امنيتي او  دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
  ده وويل چې د دغو وسله والو طالبانو مړي تر اوسه پورې دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
د يو بل خبرله مخې:
وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ښار په مربوطاتوکې پر يوې امنيتي پوستې  بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او وتښتيدل .
  ختم_ م _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته