امنیت

په مظاهره کوونکو د ځانمرګي بريد له امله ٨١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :  
په ننګرهار ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢١ تنه ووژل شول او څه ناڅه  ٦٠ تنه نور ټپيان شول.
ځانمرګي يرغلګر نن له غرمې وروسته په خپل بدن تړلي بمونه د سلګونو تنو مظاهره کوونکو ترمنځ وچول.
دغه پيښه د تورخم بندر ته څېرمه د مومند درې ولسوالۍ د ډکې په ساحه کې رامنځته شوه.
د ننګرهار ولايت يوه امنيتي خبرځای باختر اژانس ته وويل چې په دې بريد کې ١٥تنه ملکي وګړي ووژل شول او ٤٠ تنه نورټپيان شول.
خو ددغه ولايت روغتيايي مسوولين د دغه ځانمرګي بريد د وژل شویو کسانو شمېر٢١تنه او د ټپيانو شمېر٦٠ تنه بللی دی.
په  همدې حال کې ډاکترانو د دغه ځانمرګي بريد د شلو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
مظاهرې دهغه څه په غبرګون کې چې د سيمه ييزو پوليسو بې پروايي بلل کيږي، د مومند درې ولسوالۍ د خلکو له خوا ترسره شوې وې.
يو سيمه ييز مشر ملک اختر محمد چې په دغو مظاهروکې يې ګډون کړى و، وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې په سلګونو تنه ځوانان وژل شوي دي.
تر اوسه پورې د دغه ځانمرګي بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستی، خو مخکې له دې وسله والو طالبانو او داعشيانو ډلو په هېواد کې په دغه شان بريدونو لاس پورې کړى دى.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته