خبرونهامنیتTOP

په ملي دفاع وزارت کې نوې ټاکنې ترسره شوې

 کابل، د لړم ۲۱ مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له لوري د ستر درستیز د مخابرې او ټکنالوژۍ مخکینی رئیس مولوي خان محمد نصرت د یاد وزارت دفتر ریاست د سر پرست، مولوی صلاح الدین خویدم ددغه وزارت مخکینی دفتر رئیس د ستر درستیز د مخابرې او ټکنالوژۍ ریاست د سرپرست او د تدارکاتو ریاست مخکینی مرستیال مولوي بشیر احمد حمزه د مادي او تخنیکي معینیت د اوپراتیف عمومي مدیر په توګه ټاکل شوي دي.

یاد کسان نن په رسمي ډول د دغه وزارت  استخباراتو او ټکنالوژۍ معین الحاج ملاشیرین اخند له لوري د وزارت کارکوونکو ته ور معرفي او په دندو يې پیل وکړ.

د پېژندنې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه یادو کسانو ته د لازمو لارښونو ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

یادو کسانو د معرفۍ په مراسمو کې له خپل مشرتابه څخه مننه وکړه، چې پر دوی يې باور وکړ او ژمنه يې وکړه، چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په ښه ډول سره سرته و رسوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا