کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه
دهرات ولايت دشيندڼد ولسوالۍ ښاروال دجمعي په شپه دوسله والو طالبانو له خوا ووژل شو .
عيني شاهدان وايي چې دوو تنو يرغلګرو په داسي حال کې چې په موټرسايکل سپاره وو دشينډنډ ښاروال کورته نږدي په ده بريد وکړ اووتښتيدل .
دهرات ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى له باختر اژانس سره په اړيکه کې دشينډنډ دښاروال وژل کيدل تاييد کړل او وسله وال طالبان يي ددغه ترور مسوول وبلل .
په همدي حال کې وسله والو طالبانو له رسنيو سره په اړيکه کې دشينډنډ دښاروال دترور مسووليت په غاړه اخستي دي .