اقتصاد

دجعلي نوټونو يو پلورونکى په هرات کې ونيول شو

کابل باختردوږى شپږم
دوه تنه د تښتونې اود جعلي اسعارو د رواجولو په تور په هرات کې ونيول شول.
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دهرات ولايت دمرکز اوسيدونکى سيد عبدالحکيم چې په هرات کې يې ديورو دجعلي اسعارو د رواجولو نيت درلود، د درې زره شپږ سوه يورو جعلي نوټونو دتبادلې په وخت کې ونيوه.
ديوبل خبر له مخې،دملي امنيت دلوى رياست په نامه دتښتوونکو ديوې ډلې مشر چې څه موده مخکې يې ددغه ولايت دغوريانو ولسوالۍ اوسيدونکى خان آقايي تښتولى او دده دخلاصون په بدل کې يې درې سوه زره افغانۍ غوښتي وې له دوو مکاروف تومانچو سره نيولى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته