نړۍ

امريکا له روسيې سره خپله پوځي همکاري وځنډوله.

واشنګتن،فرانسپرس – باختر دکب دمياشتې ١٣
دامريکا متحده ايالاتو له روسيې سره خپله پوځي همکاري په اوکراين کې ددغه هيواد دپوځي لاسوهنې له امله وځنډوله .
باختر آژانس دفرانسې دخبري آژانس دانترنټي سايت له خولې خبر راکړ:
دامريکا د دفاع وزارت روسيې ته ددغه ټکي دڅرګندولو په ترڅ کې ټينګار کړى دى چې په اوکراين کې دبحران دپيداکولو په لټه کې دى .
پنتاګون ويندوي وويل چې مونږ په اوکراين کې وروستۍ پيښې تعقيبوو او له روسيې سره مو خپلې ټولې اړيکې ځنډولې دي .
په دغه ځند کې دپوځي تمرينونو، دوه اړخيزو غونډو ، بندري کتنو او دکنفرانسونو دجوړولو د پروګرامونو جوړول شامل دي.
دپنتاګون ويندوي وويل چې امريکا په اوکراين کې حالات له نږدې څاري او له
روسيې څخه غواړي چې په اوکراين کې دکړکيچ له پيداکولو څخه ډ ډه وکړي او
خپل پوځيان دى دکريميا له سيمې څخه خپلو اډو ته ستانه کړي .
دغه ويندوي زياته کړه چې داوکراين دبحران په ځواب کې امريکايي ځواکونه نه غواړي چې په تور سمندرګي اويا په کوم ځاى کې شتون ولري روسيې په اوکراين کې دخپلو اتبعو دساتنې لپاره خپل پوځيان دکريميا کورواکې سيمې ته واستول چې دامريکا او دځينو لويديځو هيوادونو له نيوکې سره مخامخه شوه په اوکراين کې د دولت پرخلاف له درې مياشتنيو مظاهرو وروسته ددغه هيواد جمهور رييس ويکتوريانوکويچ تيره اوونۍ له خپل مقام څخه ګوښه کړى شو او دځينو خبري منابعو دخبرله مخې روسيې ته تښتيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته