کابل باختر د وږي يو ديرشمه :
په سرپل ولايت کې دطالبانو ديوه بمي بريد مخه ونيول شوه .
امنيتي مسوولين وايي چې طالبانو دکوهستاناتو ولسوالۍ په عمومي واټ کې بمونه ښخ کړي و .
دغه بمونه نن سهار دامنيتي ځواکونو له خوا دسيمې دخلکو په همکاري کشف او شنډ کړى شول .
دسرپل ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو غوښتل چې په دغه بمي بريد سره ملکي وګړو ته خونړۍ پيښه رامنځته کړي خو بريالي نه شول .