سیاست

دافغانستان او ايران ترمنځ ګډې پولې سخت کنتروليږي .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
  دافغانستان اوايران ترمنځ ګډې پولې سخت کنتروليږي .
دبهرنيو چارووزارت باختراژانس ته  ديوې خبرتياپه ليږلو سره ويلي دي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دايران داسلامي جمهوريت ترمنځ  ګډې پولې  ددواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو له خوا په کلکه  کنتروليږي .
په تيره بيا  په داسې شرايطو کې چې په ايران کې انتخابات په نږدې راتلوونکي کې ترسره کيږي او دايران دسرحدي ځواکونو له خوا سرحدي  امنيتي تدبيرونه زيات شوي دي .
دافغانستان  او ايران ترمنځ ګډې پولې دغير قانوني او دمسافرت له سندونو پرته دتګ راتګ  لپاره سختې خطرناکې دي .
تراوسه پورې  ددردونکو او غم لرلو پيښو له امله زموږ يو شمير هيوادوال دايران  داسلامي جمهوريت  خاورې ته دتيريدوپه وخت  کې  ټپيان اوشهيدان شوي دي او يو شميرهم نيول شوي دي .
دپخوانيوخبرتياو په تعقيب  ، دبهرنيو چارووزارت له هغو ټولو هيوادوالو څخه چې ايران ته دسفر نيت لري غواړي چې دانسان دقاچاقبرانو له خوا ونه غوليږي او يواځې دمسافرت په قانوني سندونو يعني پاسپورت او ويزې سره له سرحدي  قانوني لارو تګ راتګ  وکړي چې خوندي او بى خطره سفر  ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته