ټولنه

په لوګر کې دمميزو درې ويشت خونې جوړې شوې .

کابل باختر د ليندي  يوولسمه :
په لوګر ولايت کې پرون دمميزو درې ويشت خونې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .  دلوګر  ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  رييس انجنير محمد دين مومند باختراژانس ته وويل چې دمميزو دغه خونې دلسو مليونو افغانيو   په لګښت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت له بودجې څخه دبڼوالۍ دملي پروګرام په همکارۍ په يوه پوړ کې په معياري توګه  جوړې شوې دي چې دمميزو هره خونه داتو ټنو انګورو دزيرمې  ظرفيت لري .
له بلې خوا يوه بڼوال وويل چې پخوا ددوى مميز په ناڅيزې بيې پلورل کيده خو دمميزو دخونوپه جوړيدوسره دبڼوالو په عايداتو کې به دنظر  وړ زياتوالى راشي .
دميميزو دخونو دپرانستلو په غونډه کې  دلوګر والي محمد حليم فدايي  ، امنيه قوماندان ، لوى پاسوال عصمت الله عليزي ، دولايتي شورا رييس حسيب الله  ستانکزي ، قومي مشرانو او دسيمې اوسيدونکو ګډون درلود .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته