امنیت

په هرات کې دهغه سړي نيول کيدل چې شخصي جيل يې درلود .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
هغه سړى چې شخصي جيل يې جوړ کړى و دهرات ښار ددويمې امنيتي حوزې دپوليسو له خوا ونيول شو .
  دغه سړى نسيم نوميږي او دقندهار ولايت اصلي اوسيدونکى دى  چې له څه مودې رايدخوا يې دنعيم په نامه يو دوه ويشت کلن ځوان چې دګلران ولسوالۍ اوسيدونکى دى په يوه مسافروړونکي ترمينل  کې په يوه شخصي جيل کې چې دښاروالۍ  په پنځمه ناحيه کې موقعيت لري په يوه سرويس موټر کې ساته .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې تورن دهرات ښار دپنځم امنيتي سمت دماموريت دپوليسو له خوا ونيول شو  او بندي سړى ازاد کړى شو .
  تورن ددغه سړى دبندي کولو دليل له هغه څخه دپيسو ترلاسه کول بللې دي .
ديوبل خبر له مخې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف دمبارزې دمديريت پرسونل ديوې  چاودنې مخه ونيوله.
يو مقناطيسي ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا  دهرات ښار په دويمې امنيتي حوزې پورې اړوند دسپينې اډې په سيمه کې   ځاى پرځاى کړى شوى و دتروريزم  پرخلاف دمبارزې دمديريت دکشفي پرسونل دهڅو او هاند له امله کشف او دهغه دچاودنې مخه ونيوله .
ترلاسه شوي ماين دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيري ټيم له خوا شنډ کړى شو .
پوليس وايي چې ددغه قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو په دې برخه کې دپوليسو څيړنې اوپلټنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته