سیاست

جمهورريیس غني: په تېرو سلو کلونو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس ملاتړ بېساری دی

کابل/ د وږي ۱۱ مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د عاشورا مراسمو او د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو له امله د کابل امنیتي ټیم د قدردانۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې لومړی د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل، د کابل امنیتي ټیم چې هم مهاله د تروریستانو او جرمي شبکو پر وړاندې مبارزه کوي، د دوی د هلو ځلو له برکته د سولې مشورتي لویه جرګه او د عاشورا مراسم په امن فضا کې ترسره شول.
د ملي امنیت سلاکار وویل، دښمن هڅه کوي په خپلو تبلیغاتو سره زموږ د وسله وال پوځ مورال کمزوری کړي، خو زموږ ځواکونه په مېړانه او زړورتیا د هیواد د دفاع او د خلکو د ساتنې لپاره شپه او ورځ مبارزه کوي.
محب څرګنده کړه، د عاشورا مراسمو ته د امنیتي تیاریو پرمهال د ملي امنیت عمومي ریاست د کشفي او استخباراتي کار او د ملي پولیسو او ملي اردو د عملیاتو په پایله کې لسګونه تورن کسان ونیول شول او د کابل امنیتي ټیم به تقدیر شي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، د فساد، مجرمینو، د زنځیري وژنو او مقناطیسي بمونو د مخنیوي او د عاملینو د نیولو پر ضد به د کابل امنیتي ټیم کار او مبارزه لا هم ادامه ولري او دا زموږ مسوولیت دی چې امنیتي وضعیت او د خلکو روحیه ښه کړو.
ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د خلکو ځوروونکو ته باید د دولت هیبت ثابت شي او په جدیت یې مخه ونیسو. هغه په ټینګار سره وویل، هېڅوک له قانون لوړ نه دی او هېڅ تاریخي پېښه باید د خلکو د ځورونې لامل نشي.
امرالله صالح وویل، د وږي ۱۸ د احمد شاه مسعود د شهادت ورځ ده، د خلکو ځوروونکي په هېڅ قوم او فکري جریان پورې اړه نه لري او موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ یوو او د وږي اتلسمه باید په عزت، وقار او شرافت ونمانځل شي، نه دا چې په هوایي ډزو او نفرت خورولو سره د خلکو د ځورونې لامل شي.
نوموړي زیاته کړه، د وږي اتلسمه د قانون ماتولو، د زور ښودلو او په سړکونو او واټونو د وسلو ګرځولو نه، بلکې د شهید ورځ ده او د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د امنیتي میثاق برنامې له لارې د خلکو د امنیت تامین لپاره اقدامات کېږي او اړوندو ارګانونه به د امنیتي پېښو ریښې تشخیص کړي.
امرالله صالح وویل، د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره له قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو او مخورو سره بشپړه همغږي رامنځته شوې.  موږ باید د افغانستان هغو نجونو او ښځو ته چې لوړې زده کړې لري، د پولیسو لیکو کې د جذب زمینه برابره کړو او په دې کار سره د جرم ساحه محدوده کړو.
د غونډې د ګډونوالو د ویناوو تر اورېدو وروسته جمهورريیس په پیل کې له ټولو امنیتي مسوولینو او منسوبینو څخه مننه وکړه ويې ویل، تاسو د عاشورا او د سولې مشورتي لویې جرګې امنیت په داسې ډول تامین کړ چې هر افغان درباندې ویاړي.
جمهورريیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، په جمهوري نظام کې زموږ لومړنی مسوولیت د هیوادوالو د امنیت تامین او د خدمتونو وړاندې کول دي او تاسو د هغوی ساتنه او خدمت وکړ او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه زه او موږ ټول ستاسو پوروړي یوو.
د هیواد جمهورريیس زیاته کړه، ستاسو همکاري او د انسجام ډول وښوده چې د دښمنانو ټولې دسیسې ناکامېږي او حکومت ستاسو دغه پټ ظرفیت تشخیص کړ او اوس په غوره ډول په کابل کې د همکارۍ او همغږۍ هسته رامنځته شوې ده. 
جمهوررئیس غني وویل: د امنیت تامین د کابل ښاریانو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د لا ښې باوري فضا د رامنځته کېدو لامل کېږي او دغه بهیر پیل شوی دی. هغه زیاته کړه، د امنیتي میثاق برنامې د کابل ښار د امنیت په تامین کې ډېره مرسته کړې، خو د بشپړ امنیت د تامین لپاره ستاسو د هڅو لا زیات انسجام ته اړتیا ده.
جمهوررئیس د کابل ولایت له خلکو سره  جلا جلا غونډو ته په اشارې وویل،  هغوی هغه مهال کابل خپل ګڼي چې ملي پولیس یې د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړي. جمهوررئیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او ښځو ته متوجه ګواښونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. 
د هیواد جمهوررئیس وویل: تېره شپه مې د امریکا د ملي امنیت سلاکار  رابرټ اوبراین سره ټلیفوني مکالمه درلوده او د امریکا څرګند پیغام دا دی چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دې باور ولري چې د بین المللي ټولنې ملاتړ له ځان سره لري او د سولې په خبرو کې یې رول له پامه نه غورځول کېږي.
جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، د سولې په مذاکراتو او تر هغه وروسته په حکومت باور ولرئ چې د دې وطن د اصلي خدمتګارانو په توګه تاسو له یاده نه وباسي او د نظام او ټولنې ثبات لپاره ستاسو رول ته جدي پام کېږي.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کابل ښار د امنیت په تامین کې د امنیتي منسوبینو هڅې د قدر وړ دي او زیاته یې کړه، په تېرو سلو کلونو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولس ملاتړ بېساری دی اوله دې لویې پانګې څخه مناسبه استفاده وکړئ.
په دې غونډه کې د کابل د ګډو ځواکونو قومندان جمعه ګل همت د جمهوررئیس همېشني ملاتړ او هڅونې څخه په مننې وویل، موږ به په قاطعیت، جدیت او پاک لاس وتوانېږو په کابل کې ژور اصلاحات راولو. همدارنګه یې جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د زورواکانو، غاصبینو او مجرمینو پر وړاندې به په جدیت اقدامات وکړي او د خلکو باور به ترلاسه کړي.#
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته