سیاست

تبصره دافغانستان له قضيو سره په چلند کې بايد دولت محور وي .

کابل باختردثور  دويمه :
هر هغه بهرنى هېواد اويا کورني سياسي کړۍ چې طالبان يو سياسي جريان بولي دافغانستان دخلکو او ددغه هېواد دهغو زرګونو تنو شهيدانو دوينې په حق کې چې دملي  ارزښتونو په دفاع او د طالبانو دمتحجرانه بريدونوپه وړاندې له منځه تللي دي ستره جفا کوي .
دباختراژانس مبصر ليکي: په دې وروستيو وختو کې په کابل او له افغانستان څخه په بهر کې يوشمير ديپلوماتيکي کړيو او زموږ دهېواد ځينو سياسي څيرو ، طالبان په افغانستان  کې يو سياسي بهير اويوسياسي  حقيقت بللي دي  او په دې ترتيب يې له دغې ډلې سره خپله همغږي او همکاري څرګنده کړې ده .
دطالبانو په باب  دغه شان تعريف او تعبير ددې څرګندوى دي  چې دهرې ورځې په تيريدو سره دهغو هېوادونو اوسياسي کړيو شمير زياتيږي  چې په سترو سيمه ئيزو لوبو کې له طالبانو څخه دګټې اخستنې او په دغه شان لوبو او استخباراتي  پروژو کې دخپل مقام دتثبيتولو په لټه کې دي
دجدي پوځي شخړو او دهغوسياليو او مقابلې په پام کې نيولو سره چې دنړۍ او سيمې دسترو هېوادونو ترمنځ شته ، له طالبانو څخه دوسيلې  په توګه استفاده زياته شوې ده  او هر هېواد او استخباراتي سازمان هلې ځلې  کوي چې هغوى دځان په لور  راوکاږي  او هغوى دخپلو موخو په ترسره کولو مامور کړي .
دطالبانو ټوټې ټوټې کيدل او دهغوى ددوو مشرانو ملا محمد عمر او دملا اختر محمد منصور وژل کيدل دهمدغوسياليو او لوبو زيږنده دي
سره له دې چې  دطالبانو ناوړه او تريخ کړه وړه چې له هيڅ راز بشري قاموس او
فرهنګ سره سمون نه لري   ځينې کسان دغه ډله يوسياسي جريان معرفي کوي او دافغانستان په دننه کې  ځينې کړۍ هغوى دافغانستان په اوسنۍ سياسي فضا کې يو حقيقت بولي چې دغه شان نظريه  اومفکوره کيداى شي دافغانستان دخلکوپه حق کې يوه ستره جفا وي .
دافغانستان اساسي قانون چې ددغه هېواد ملي وثيقه  ده  او دهغه له مخې اوسنى نظام جوړ شوى دى . په افغانستان کې يې سياسي فعاليت او دبيان ازادي او مدني فعاليتونه تعريف او په ډاګه کړي دي او دقانون په چوکاټ کې دګوندونو افرادو دسياسي فعاليت په نسبت نه يوازې زغم ، بلکې همکاري شتون لري او نن ورځ دلسګونوسياسي ګوندونو او دلسګونو رسنيو شتون چې زياتره يې دنظام انتقاد کوونکي دي په هېواد کې دزغم اودسياسي ګوندونو دازادانه فعاليت  بيلګې دي .
په داسې حال کې چې طالبان په روغتونونو بريدونه کوي ښوونځيو ته اور اچوي ، ددولت مامورين ، ښوونکي او زده کوونکي  وژني دښار په ګن ميشتو سيمو او کليو په ځانمرګو او تروريستي بريدونولاس پورې کوي ، د هېواد پوځيان چې دخپل هېواد دملي ارزښتونو او ګټو ساتندويان دي ، وژني ، کانونه اوبيت المال لوټوي او په افغانستان کې دزرګونو جنايتونو عاملان دي او دافغانستان اساسي قانون نفې کوي .  څه ډول کولاى شو هغوى يوسياسي  جريان وبولو په داسې حال کې چې له ځان پرته په خپلو متحجرانه  عملونوسره دنورو دزغم قدرت نه لري  دافغانستان خلک له بهرنيو هېوادونو اوله هغو کسانو څخه چې ددغه هېواد دولت يې په رسميت پيژندلى دى او له موږ سره پرانستې او پراخې ديپلوماتيکي اړيکې لري غواړي چې اړيکې يې دولت محوري  وي ، په تيره بيا هغه هېوادونه او کړۍ  چې په لنډ پارۍ او په غلطو  مفکورو سره په تيرو کابو ٤٠ کلونوکې په افغانستان کې د افراطي  ډلو په جوړولو او د روانو پيښو عامل شوي دي ، بايد خپل اخلاقي مسووليتونه درک کړي او له دې زيات په افغانستان کې دکړکيچ  او تاوتريخوالي عامل نه شي .
  دغه راز دهېواد هغو کورنيو کړيو ته چې خپلې خاصې سليقې او ګتې لري لازمه ده چې دنظام سالم انتقاد کوونکي پاتې شي او دستونزو او ناخوالو په له منځه وړلو کې له اوسني نظام سره مرسته وکړي نه داچې دنيکې مفکورې  خاوند  پاتې شي او دماجرا غوښتنو قدرت ته درسيدو په تخيل سره فکر وکړي .
په افغانستان کې اوسنى نظام دطالب او داعش په ګډون د ډار اچوونکو په وړاندې دمبارزې لپاره ملاتړ اوهمکارۍ  ته اړتيا لري او ددغه نظام دتخريبولو لپاره مفکوره کومه ګټه نه لري خو داچې دستونزو پيټى دروند کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته