امنیت

د ملي دفاع وزارت : په پکتيکا ولايت کې وسله والو طالبانو ته زيات زيان اوښتى

کابل باختر د وږي  ديرشمه :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي  په پکتيکا ولايت کې دطالبانو افرادو د ملي اردو له ځواکونوسره په جګړه کې دسرزيات زيان زغملى دى .
دملي دفاع وزارت يو خبرځاى دباخترآژانس  خبريال ته وويل  :  د پکتيکا ولايت د نيکه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزوعملياتو کې  ديو پاکستاني تبعه په ګډون اته ديرش تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته وويل په دغو عملياتو کې يو شمير وسله وال طالبان  ټپيان شوي دي، ددرندو وسلو يوه اندازه  مهمات اوپوځي تجهيزات  هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې  د وسايطوضد اته څلويښت ماينونه دهيوادپه بيلابيلو ساحوکې دملي اردو د ځواکونو دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته