ورزش

په هلمند کې د سرتېرو په وياړ د واليبال سيالۍ پيل شوې

-لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۱۳ مه
په هلمند ولایت کې د واليبال د شپږو ټيمونو ترمنځ سيالۍ پیل شوې.
د مسوولينو په وينا د دغو سيالیو موخه د سرتيرو د مبارزې ستايل او هغوی ته قوت ورکول دي.
د هلمند والي حیات الله حیات د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې ورزش سره له دې ، چي د انسانانو د سالمې روغتيا ضمانت کوي ولسونو ته د ورورلۍ،او یو موټي کېدو پیغام هم ورکوي.
هغه وویل چې سپورټ د نړی د هیوادونو ترمنځ ټینګي اړیکې رامنځ ته کړي دي او هم يې په کور دننه ولسونو ته د سولې، امن او یووالې پیغام ورکړی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته