کابل باختر د سلواغې ديارلسمه :
دکرنې او اوبو لګولو وزارت په افغانستان کې دکرنې دتوليد او ودې دڅيړنې لپاره دمرکزونو دظرفيتونو دښه والي پروژه پرون پيل کړه .
دغه پروژه داوبو ، خاورې او دځمکې داستفادې دڅرنګوالي په باب د معتبرو معلوماتو اود يوشمير دلاس رسي په مقصد دملګروملتوسازمان دکرنې او خوړودسازمان په همکارۍ داروپا اتحاديې په مرسته ددوو مليونو پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې ده .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دکرنې او اوبو لګولو وزير اسد الله ضمير وويل : دغه پروژه دځمکې دمنابعو تجزيې اوڅيړنې دڅارنې دسيستم دطرحې دجوړولو او دغه راز داقليمي خطرونو په وړاندې د ځمکې دتناسب سياست دبرخې دڅيړنې په مقصد په ملي اوسيمه ئيزه کچه ، او دکرنې دودې او توليداتو دڅيړنې لپاره دافغانستان دمرکزونو دپياوړتيا لپاره جوړه شوې ده .
په دې غونډه کې په افغانستان کې داروپا اتحاديې استازي موريز يوکلن وويل چې په کرنيزو توليداتو اومحصولاتو ، دخوړو په خونديتوب دڅارنې ملاتړ کوي اوبزګرانو ته دژوندانه ښه فرصتونه برابروي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې دغه پروژه دافغانستان ددولت د بې وزلې دله منځه وړلوپه ستراتيژي کې رول لري .
دغه راز په افغانستان کې دملګروملتو سازمان دخوړو دسازمان استازي توميو شيچري زموږ هېواد يې دغلودانو ، ميوو اوسبو دتوليد لپاره دلوړو ظرفيتونو لرونکي هيوادووباله او څرګنده يې کړه چې دغه پروژه دافغانستان دکرنې دودې لپاره دارزښت وړ دي .
0 1 دقیقه لوستل