نړۍ

په چين کې سخته زلزله وشوه

بيجينګ- دى نيوز – باختر دتلې دمياشتې١٦
د ريکټر په مقياس د شپږو درجو په سختوالي يوې سختې زلزلې تيره شپه د چين په جنوب لويديځ  کې د يوننان ولايت غرنۍ سيمه وجرقوله چې له امله يې يو تن ووژل شو، څه د پاسه ٣٠٠ تنه نور ټپيان او ٥٠٠ زره تنه بې کوره شول.
د امريکا د متحده ايالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د خبرله مخې: دغه زلزله له ميانمار او لاووس سره د چين د جنوب لويديځ په سرحدي سيمه کې شوې ده.
دچين دخبري آژانس سينهوا د خبرله مخې : په دې زلزله کې يو تن وژل شوى او ٣٢٤ تنه ټپيان شوي دي چې زياتره ټپيان د جنګوښارګوتي اوسيدونکي دي .
د چين د يوه سيمه ييز مقام دڅرګندونو له مخې: څه دپاسه ٩٢ زره تنه په جنګو کې پاتې دي او ٥٦ زره اته سوه اتيا تنه نور بې ځايه شوي دي.
ده زياته کړه چې زياتره کورونه ويجاړ شوي دي او د سر د زيان شمېر څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته