امنیت

د هلمند د سنګين ولسوال د ماين په چاودنه کې ټپي شو

کابل- باختر د زمري دمياشتې ١٨
دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په دغه ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپي شو.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې د دغه ولايت د سنګين د ولسوال سليمان شاه د سپرلۍ موټر دسنګين په ولسوالۍ پورې اړوند د ساروان قلعه په سيمه کې په ماين وخوت او په دې پيښه کې د سنګين ولسوالۍ د عامه نظم د لوا له درستيزوال سره ټپي شو.
د سنګين ولسوال سليمان شاه دغه پيښه تاييدکړه او ويې ويل چې دوى تېره شپه د يوې امنيتي پوستې د څيړنې په خاطر د ساوران قلعه سيمې ته روان وو چې د دوى د سپرلۍ موټر په ماين وخوت.
د پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي .
د روغتون د روغتيايي مسوولينو د څرګندونو له مخې: د ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته