ټولنه

په ننګرهار کې کوچيانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابلباختر دچنګاښ ٣١مه
په ننګرهار کې زرګونو کوچيانو ته د څښاک د پاکو اوبو زمينه برابره شوه .
  دغه کار د دغه ختيځ ولايت په ځينو سيمو کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړولو سره ترسره شو.
يادې شبکې چې په لمريزې برېښنا سره د اړتيا وړ اوبه تامينوي د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست د اتو مليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت رغولې دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اوبو رسولو د دغو شبکو په جوړولو سره اووه سوه کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته