امنیت

څه دپاسه دېرش ټنه نشه يي توکې په هرات کې وسوځول شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
څه دپاسه ٣٠ ټنه نشه يي توکي نن په هرات کې وسوځول شول.
دغه نشه يي توکي امنيتي او دفاعي ځواکونو په هرات کې په يو کال کې کشف او ضبط کړي وو.
د کورنيو چارو وزارت او د عدلي او قضايي ادارو ګډ پلاوى چې د نشه يي توکو د سوځولو د بهير د څارنې په موخه هرات ته سفر کړى دى، نن يې د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل.
د پلاوي رييس د هغو نشه يي توکو ارزښت چې نن وسوځول شول، څه ناڅه دوه ميليونه ډالره اعلام کړ.
پلاوي د نشه يي توکو د کشف او ترلاسه کولو په برخه کې د سيمه ييزو مسئولينو د هلوځلو قدرداني وکړه.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته