فرهنګ

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام

١٤- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
د سترعارف او د تاريخ د نوميالي شاعر مولانا جلال الدين محمد بلخي د تلين په مناسبت د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام.
مولانا جلال الدين محمد بلخي ستر صوفي نوميالى عارف او د مثنوي اومعنوي افريدګار په ٥٨٦ هجري لمريز کال کې د بلخ په لرغونې ښار کې وزېږېد او د ترکيې په قونيې ښار کې مړ شو.
مولوي زموږ د تمدني حوزې د اغيزمن تاريخي څېرو او له سترو شاعرانو او فيلسوفانوڅخه دى، مثنوي معنوي او د شمس ديوان د مولوي د اندېشې پراختيا د کتنې ژورتيا اوستره جهان بيني منعکسوي. په اوس وخت کې مولوي د خپلو فلسفي او عرفاني افکارو په دليل د تاريخ په تلپاتې څېرې او په نړۍ شموله شخصيت بدل شوى دى .
د مولانا بلخې اثار د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوي دي او د مولوي د درناوي او له ميراث او اندېشو څخه د ګټې اخستنې لپاره په يوشمېر هېوادونو کې ( خانه مولانا- مراکز مولانا شناسي ) جوړ شوي دي.
مولاناى بلخي د سيمې د هېوادونو په تېره بيا د افغانستان ګډ فرهنګي تمدني ميراث او وياړ دى . او نن زموږ خلک له هروخت څخه زيات د حضرت مولانا جلال الدين بلخي د پيغامونو او مشهورو اثارو څخه دعبرت اخېستلو او زده کړې ته اړتيا لري .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته