امنیت

شپږتنه وسله وال مخالفين په وردوج کې ووژل شول

کابل  باخترد   جوزا دمياشتې  ٧ :
دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې تيره شپه د وسله والو مخالفينو او دملي اردو دمنسوبينو ترمنځ نښته کې شپږتنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو مخالفينو ددغې ولسوالۍ د برابرې په کلي کې دملي اردو په پوستې بريد وکړ او جګړه ونښته چې له امله يې شپږتنه وسله وال مخالفين ووژل شول  .
دغه راز دملي دفاع وزارت مقاماتو تائيدکړه چې په دې پيښه کې دملي اردو پنځه تنه عسکر هم شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته