خبرونهاقتصادټولنه

د افغان – ټرانس ريل پټلۍ پروژې څلور اړخيزه ناسته ترسره شوه

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر د لوړپوړو استازو په ګډون، د افغان – ټرانس ريل پټلۍ پروژې څلور اړخيزه ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ازبکستان، پاکستان او قطر استازو په حضوري او د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت او د دې ادارې مرستیالانو په آنلاین ډول ګډون کړی و.

په ناسته کې د قطر د ريل پټلۍ استازو په افغان – ټرانس پروژه کې د ګډون او پانګونې لېوالتيا ښودلې او د يادې پروژې په مسير کې یې د موجوده هېوادونو ونډه او پانګونه په دې عايداتي او انکشافي پروژه کې مهمه بللې ده.

د ناستې په بهیر کې یادو لوریو هوکړه کړې چې د افغان – ټرانس پروژې د ارزونې او آسانتياوو برابرولو لپاره بايد راتلونکې ناسته کې بشپړه طرحه وړاندې شي.

همدا رنګه پرېکړه شوې چې د روانې فبرورۍ پر ۱۹مه د دې پروژې د تمويل، فزيکي څېړنې او په دې پروژه کې د نويو ګډونوالو او پانګه والو د څرنګوالي او بشپړوالي په موخه درېیمه ناسته جوړېږي.

د افغان-ټرانس پروژې د پلان له مخې به یو نړیوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړین معلومات چمتو کوي؛ څو دغه معلومات له هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او پر بنسټ یې نړیوال بنسټونه او هېوادونه لیوالتیا پیدا کړي، چې د دغې مهمې عایداتي او انکشافي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پروژې په لاسلیک شوي قراراداد کې راغلي چې د ريل پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږدولو دواړو خدمات آسانه کړي او د سیمه ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته