امنیت

په هلمند ولايت کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
١٨ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دپوځيانو يولړ هوايي او ځمکنيو بريدونوپه بهير کې ووژل شول .
دغه بريدونه  تيره شپه دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو ترسره شول .
  دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې دڅو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .  ده وويل چې په دغو بريدونوکې دوسله والو طالبانو څو پټنځي دړې وړې شوي دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې،  په دغو نښتو کې پوځيان  په دې بريالي شوي دي چې په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه  پاک کړي .
ويل کيږي  چې په دغو نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته