کابل –باختر د سلواغې دمياشتې ٨
دهرات دصرافى مارکيټ دغلا دپيښې اصلي غله دملي امنيت د رياست د کارکوونکو دپيچلو عملياتو په بهير کې وپيژندل شول او ونيول شول.
په دغو غلو چې په پنځه کسيزه ډله کې فعاليت کاوه تور لګول شوى دى چې د روان کال دوري په مياشت کې دمهرى ليسې په واټ کې يې د صرافي يو مارکيټ يو مليون افغانۍ يې غلا کړي دي .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل دغه کسان دملي امنيت په پيچلي عملياتو کې وپيژندل شول او ونيول شول.
ده وويل په دې باب څيړنې دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ